د افغانستان مشهوره اداکاره او سندرغاړې فرزانه ناز چې په هند کې ژوند کوي اوس د خپل هندي انډیوال سره دوبۍ ته په چکر تللې ده.
نوموړې چې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې ډېر فعالیت کوي، د دوبۍ څخه هره ورځ تازه عکسونه او ویډیوګانې خپروي.
نوموړې که څه هم د خپل هندي ملګري عکسونه پوسټ کړي نه دي، خو د انسټاګرام په سټوري کې يې د هغه سره بېلا بېل عکسونه شئیر کړي دي.
نوموړې که څه هم د خپل دغه ملګري په اړه په واضحه توګه څه نه دي ویلي، خو په ځینو ځینو پوسټونو کې یې داسې ښکاره کړې ده چې د دواړو ترمنځ څه نا څه شته.
د یادولو وړ ده چې فرزانه ناز له ډېر وخت راهیسې په هند کې ژوند کوي او ترڅنګ يې دوبۍ ته هم ډېره ځي راځي.