کورپاڼه / خبرونه / راشد خان په کرکټ کې د خپل کیریر په اړه غږېدلی

راشد خان په کرکټ کې د خپل کیریر په اړه غږېدلی

افغان لوبغاړي راشد خان په کرکټ کې د خپل کیریر د پیل په اړه غږېدلی او د هغه ورځو یادونه یې کړې، کله چې هغه نوی-نوی کرکټ پیل کړی و. نوموړي دا څرګندونې له دی کرکټ مانتلي ویبپاڼې سره په مرکه کې کړي.

راشد خان ویلي، زه په افغانستان او پاکستان کې رالوی شوی یم او کله چې په افغانستان کې حالت ښه نه ول، نو کورنۍ مې پاکستان ته مهاجره شوه او هلته به مې په کور کې له خپلو ورونو سره کرکټ کاوه.

نوموړي زیاته کړې، موږ به په کور کې سختې لوبې کولې، ماته پکار ول چې هغوی اوټ کړم او لوبه وګټم، چې دا لوی چیلنج و او هماغه وخت له ما یو مناسب کرکټر جوړ کړ.

هغه دغه راز ویلي، ماته کورنۍ اجازه نه راکوله چې له کوره ووځم او ملګرو سره لوبې وکړم، کورنۍ به راته ویل چې بهر هرڅه کېدلی شي، ته دې درسونو ته پام وکړه او که غواړې لوبه وکړې نو له ورونو سره په کور کې لوبه وکړه.

راشد دا هم ویلي، ما کله هم فکر نه کاوه چې زه به یو کرکټر کېږم او بیابه د افغانستان لپاره لوبېږم او ټوله نړۍ کې به کرکټ کوم. زما هدف ډاکتر کېدل ول او دا زما د کورنۍ هیله هم وه. بیا یوه ورځ له کورنۍ پټ له ملګري سره لاړم او هلته مې په لوبه کې ۶۵ منډې وکړې او له هغه وخت مې د کرکټ خوب پیل شو.

هغه زیاته کړې، بیا مې د څو افغان لوبغاړو سره کلب کرکټ وکړ او هغوی راته وویل چې کورنۍ کرکټ ته ولې نه راځې؟ بیا کورنۍ اجازه راکړه. له هغې وروسته یو ځل په لاهور کې د پاکستان نولس کلنو پر وړاندې مې ۶۰ منډې وکړې او بیا کورنۍ زما ملاتړ پیل کړ او په ۲۰۱۵ کال ملي لوبډلې ته راغلم.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …