کورپاڼه / هنر او کلتور / وینوم ټو فلم په یوه اوونۍ کې ۶۲.۳ میلونه ډالر ګټلي

وینوم ټو فلم په یوه اوونۍ کې ۶۲.۳ میلونه ډالر ګټلي

د وینوم ټو (Venom 2) په نوم جوړ شوي فلم په یوه اوونۍ کې په نړیوالو بازارونو ۶۲.۳ ملیونه ډالر ګټلی، چې یو ریکارډ ګڼل کېږي.

د بهرنیو رسنیو د راپورو پر اساس ویل کېږي، چې د وینوم ټو فلم تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۲۷۳.۷ میلونه ډالر ګټلي دي.

راپور زیاتوي چې دا فلم د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د بریتانیې، ایټالیې، هسپانیې، جنوبي کوریا او هند په ۴۴ مهمو نړیوالو بازارونو ته وړاندې شوی دی.

ویل کېږي چې په راتلونکو ورځو کې به دا فلم د فرانسې او جرمني د فلم بازار ته هم وړاندې شي او بیا به په نومبر کې استرالیا او په دسمبر کې جاپان کې نندارې ته وړاندې شي.

په لاندې ویډیو کې د وینوم ټو فلم ټریلر کتلی شئ، دغه ټریلر په یوټیوب تر اوسه پورې شپږدیرش میلونه ځلې کتل شوی دی.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …