کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ اداکاره: د واده په نه کولو پښېمانه نه یم، زما ازادي خوښېږي

پاکستانۍ اداکاره: د واده په نه کولو پښېمانه نه یم، زما ازادي خوښېږي

د پاکستاني فلمونو مشره او پخوانۍ مشهوره اداکاره هما نواب وايي چې هغه د واده په کولو تراوسه نه ده پښېمانه، ځکه چې ازادي يې خوښېږي.

هما نواب په لومړي ځل په “ماه میر” فلم کې کار کړی و، چې ډېر شهرت يې ترلاسه کړی و. نوموړې تازه له یو ږې مجلې سره د خپل ژوند په اړه خبرې کړې دي.

د واده په اړه نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، چې زه په دې نه یم پښېمانه چې ولې مې واده نه دی کړی، ځکه چې زما ازادي خوښېږي، له خپلې ازادۍ غلطه ګټه نه اخلم خو ازاده اوسېدل غواړم.

هما نواب وايي، که ما چېرته واده کړی وای، نو ښایي له کورنۍ سره مې انصاف نه وای کړی، ځکه چې زما دا بلکل نه خوښېږي چې څوک دې ماته امر وکړي.

هما نواب وايي چې هر څوک دا حق لري چې په خپله خوښه ژوند وکړي، واده کول او نه کول د یو چا شخصي پرېکړه ده او هېڅوک په چا د واده لپاره فشار نه شي راوړلی.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …