کورپاڼه / روغتيا / د ویټامینونو د مهمې منبع خټکي حیرانوونکې ګټې

د ویټامینونو د مهمې منبع خټکي حیرانوونکې ګټې

خټکی، چې د اوړي موسم ده، پخپل جوړښت کې په ډېره اندازه اوبه لري د هضم د سیستم لپاره ګټور ګڼل کېږي، د تېزابیت ستونزه هم حلوي او د ګڼ شمېر ناروغیو مخنیوی هم کوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په سل ګرامه خټکي کې ۳۲ کالوري، غوړ صفر، کولیسترول صفر، سودیم ۱۶ ملي ګرامه، کاربوهایډریټ ۸ ګرامه، فایبر ۳ سلنه، پروټین ۱ سلنه، ویټامین ای ۶۷ سلنه، ویټامین سي ۶۱ سلنه، ویټامین بي۶، ۵ سلنه، میګنیزیم ۳ سلنه او اوبه ۹۵.۲ ګرامه وي.

د خټکي په خوړلو سره د ګرمۍ احساس کمېږي، لوړ فشار کنترولېږي، چې بیا د زړه درزا ورسره توازن مومي او د ناروغیو له جړ یا قبض څخه مو هم ژغوري او پوستکي ته ښکلا ورکوي.

د پوستکي د ښکلا لپاره د خټکي له پوستکي هم ګټه اخیستلی، یعنې د خټکي پوستکی یاهم خپله خټکی پرمخ ووهئ نو مخ ته به مو ښکلا وروبخښي، دغه راز د پروټینو شتون یې هم د خوراک په نتیجه کې د مخ ځلا ډېروي.

دغه راز لکه چې د اوړي په موسم کې د ګرمۍ څپې ډېرې وي او مضرې اغېزې د انسان روغتیا زیانمنوي او خټکی چې پنځه نوي سلنه اوبه لري له دې زیانونو مو ژغوري، د بدن اوبه مو پوره کوي او هغه ناروغۍ چې د ګرمۍ په سبب رامنځته کېږي له منځه یې وړي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …