کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا له مریخ وروسته د مشتري پر لور فضایي بېړۍ روانه کړه

ناسا له مریخ وروسته د مشتري پر لور فضایي بېړۍ روانه کړه

له مریخ وروسته د یوې بلې سیارې د لټون سفر پیل شو او یوې فضایي بېړۍ فلوریډا کې له کیپ کیناورل فضایي مرکز څخه د لمریز نظام د (فوصل) موندلو لپاره ماموریت پیل کړ.

امریکایي فضایي ادارې ناسا د لمریز نظام د فوصل موندلو لپاره له مریخ وروسته د مشتري لټون پیل کړی او ددې هدف لپاره یې خپل ماموریت پیل کړ.

دې ماموریت ته د لوسي نوم ورکړل شوی او په راتلونکو دولس کلونو کې به پرې ۹۸۱ میلونه ډالر لګښت راشي او په دې دوران کې به لوسي ماموریت د مشتري پر سطحه څېړنې وکړي.

دا ماموریت د مشتري پر لور روانه شوې ترڅو د سیارچو دوه لوی هغه ګروپونه وڅېړي، چې له مشتري مخکې او وروسته تاووېږي.

د یادولو وړ ده چې په ۱۹۷۴ کې په ایتوپیا کې د نړۍ ترټولو پخوانی سکلیټ موندل شوی، چې هغې ته یې د لوسي نوم ورکړی و او د ارتقاء په اړه یې شته نظریات بدل کړل او ناسا هم له هماغه سکلیټ څخه الهام اخیستی او ماموریت ته یې ورکړی.

دا هم ولولئ

د فیسبوک د نوم په بدلون سره یو نوم ورکي شرکت شهرت ترلاسه کړ

له کله راهیسې چې فیسبوک په خپل نوم کې بدلون راوستی او د شرکت نوم …