کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ ته د خلکو مشوره: اصغر، ګلبدین، شهزاد، فرید او حمید مه لوبوئ

کرکټ بورډ ته د خلکو مشوره: اصغر، ګلبدین، شهزاد، فرید او حمید مه لوبوئ

د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام د دویمې تمریناتي لوبې نه مخکې د مینه والو څخه د نظر غوښتنه کړې ده، خو خلکو ورته ویلي چې اصغر افغان، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، فرید ملک او حمید حسن مه لوبوئ.

کرکټ بورډ په خپله پاڼه لیکلي: موږ ستاسو نظر ته په درنه سترګه ګورو، د ویسټ انډیز پر وړاندې نننۍ تمریناتي لوبې په تړاو ستاسو نظر څه دی، زموږ د لوبډلې او سیالې لوبډلې د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکي په څه کې دي، نننۍ بریا به کومه لوبډله په خپل نوم کړي؟، په همدې تړاو خپل نظر راسره شریک کړئ.

د کرکټ بورډ دغه پوسټ ته لاندې تر ټولو زیاتې نیوکې په مخکیني لوبډلمشر اصغر افغان شوي دي او خلکو غوښتنه کړې ده چې هغه دې په لوبډله کې نه لوبېږي.

همدا راز محمد شهزاد، فرید ملک، حمید حسن او ګلبدین نایب هغه لوبغاړي دي چې خلکو پرې نیوکې کړې دي او د دوی پر ځای يې د نورو ځوانو لوبغاړو د لوبولو غوښتنه کړې ده.

حمید حسن هغه لوبغاړی دی چې د نړیوال جامونو پر مهال راښکاره کېږي او د پښې د دردونو له وجې بیا کله نا کله ان د لوبې په منځ کې هم له مېدان څخه بهر شي.

د یادولو ده چې نن افغانستان له ویسټ انډیز سره دویمه تمریناتي لوبه لري، په لومړۍ تمریناتي لوبه کې يې بیا له سویلي افریقا څخه ماتې خوړلې وه.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …