کورپاڼه / جالب / دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي او د ګنیز ریکارډونو نړیوال اداره یې پخپل نوملړ کې شاملوي او په کلنی کتاب کې یې خپروي.

یادې ادارې د ریکارډ جوړولو لپاره دا شرط ایښی دی چې یو شخص داسې کوم کار وکړي، چې هغه کار له دې وړاندې کوم بل چا نه وي کړی یا له مخکیني یې ښه ترسره کړي او همداسې یو کار په بریتانیه کې یو شخص کړی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې میټ ایلس په نوم یو بریتانوي شخص د ګنیز نړیوال ریکارډ جوړ کړی، هغه په څلرویشت ساعتونو کې ۵۱ د چایو هوټلونو ته تللی دی.

میټ ایلس ویلي دي چې د ګنیز ادارې ورته ویلي دي، چې تر اوسه پورې په لږ وخت کې ډېرو هوټلونو ته د تګ ریکارډ چا نه و جوړ کړی، نو ځکه مې په ابتدایي ډول پنځوس هوټلونه هدف وګرځول.

نوموړي زیاته کړې ده، چې په هر سټاپ او ځای کې ورسره د شاهد شتون اړین و او په هر هوټل کې یې باید لږ تر لږه ۴.۲ اونس مشروبات وڅښي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …