کورپاڼه / روغتيا / د ماهیانو تېل ډېر کارول د زړه د ناروغیو سبب کېږي

د ماهیانو تېل ډېر کارول د زړه د ناروغیو سبب کېږي

له یوې نوې څېړنې څخه موندل شوې، چې د ماهي د تېلو سپلیمنټس د زړه ضربان ګډوډوي، په ځانګړي توګه کله چې په خوراک کې په ورځني ډول یو ګرام وکارول شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د ماهیانو د تېلو ګولۍ او سپلیمنټس کې اومیګا تري فیټي اسید لري، چې په طبیعي د ماهي په تېلو کې موندل کېږي.

د ماهي غوښه په عام ډول د زړه روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي، خو د ځینو څېړنو له مخې ویل کېږي، چې په کیمیاوي شکل کې اومیګا تري د (ای-فایب) د ډېرې شوې خطر سره تړاو لري.

د ای فایب په حالت کې د زړه پاسنی پمپ اغېزمنېږي او فعالیتونه یې ګډوېږي. که څه هم په لومړیو کې دا حالت دومره خطرناکه نه وي، خو وروسته بیا د زړه ناروغیو او فلج سبب کېږي.

په دې تړاو ډاکټر کرسټین البرټ ویلي دي، که څه هم په ځینو څېړنو کې، په هغه کسانو کې چې اومیګا تري یې استعمالوله، د زړه د یادو ناروغیو خطر ډېر و، خو په ځینو قضیو کې بیا داسې نه ول.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …