کورپاڼه / جالب / هغه ښځه او خاوند چې تر پنځه ورځو پورې وږي او تږي ول

هغه ښځه او خاوند چې تر پنځه ورځو پورې وږي او تږي ول

د استرالیا لویه وچه په دې ورځو کې د تاریخ له ترټولو بد موسمي حالت څخه تېرېږي، خو په دې لړ کې یوه معجزه هم واقع شوې ده.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د استرالیا په یوه لېرې سیمه کې یوې جوړې پنځه ورځې پرته له خوراک او څښاک څخه تېرې کړي، پولیسو ویلي چې دوو هلکانو د موسمي حالاتو په سبب لاره غلطه کړې وه.

کله چې پولیسو راپور ترلاسه کړ نو په لټون پسې یې ووتل او دا سیمه د هارټس رینج په نوم وه، چېرته چې د تودوخې درجه له څلویښتو پورته وه. پولیسو او څېړونکو اندیښنه درلوده چې په سخته ګرمۍ کې هغوی د اوبو له کمښت سره مخ نشي او حالات یې خراب نشي.

د یوویشت کلن شان امیټجا او څوارلس کلن مهیش پیټرک له ورکېدو پنځه ورځو وروسته د هغوی موټر وموندل شو او د چورلکې په مرسته محاصره شول، چې بیا وموندل شول او په حیرانوونکې توګه دواړه روغ هم ول.

پولیس وایي چې پیټرک په بشلېنډ کې وموندل شو، چې د اوبو د کمښت او پیاده مزل په سبب په تکلیف کې و، چې بیا یې درملنه هم وشوه او امیټجا یوه ورځ وروسته وموندل او اوس دواړه ښه دي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …