د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د بهرنیو چارو د پخواني وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي په اړه تندې څرګندونې کړې دي.
نوموړي په خپل یو وروستي پوسټ کې دواړه د پردیو مهرې یادې کړې دي او لیکلي يې دي: “دغه دوه جنابان ټول عمر د پردیو مهرې وې.”
نوموړي دا پوسټ وروسته له هغې کړی دی، چې خبر خپور شوی و چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزی د جـهـادي مشرانږ شورا او جلاوطنه حکومت جوړوي.
نوموړې د دواړو یو عکس په خپله فیسبوکپاڼه کې خپور کړی دی او په دواړو يې سختې نیوکې کړې دي.
هغه د دوی په اړه لیکلي دي: “د افغانستان د بدبختې کچه له دی څخه اټکل کیدای شی، چی دغه دوه جنابان چي ټول عمر د پردیو مهرې وې، او د افغانستان په ټولو بدمرغیو کې شریک وو، اوس د جـهـادي مشرانو مشری کوي!؟ نور نو د شرم په نامه نه دوی ته څه پاتی، او نه هغه جـهـادي او قومي مشرانو ته چی دوی ورته شورا ګانی جوړوي.”