کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند، استرالیا او نمیبیا د هالېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

هند، استرالیا او نمیبیا د هالېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شل اوریز نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې هند د استرالیا او په اول پړاو سیالیو کې نمیبیا د هالېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبه کې استرالیا لوبډلې هند ته د ۱۵۳ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې سټیو سمیت ۵۷، سټونس ۴۱ او ګلین مکسویل ۳۷ منډې جوړې کړې او د هند لپاره اشوین دوه، بوینشور کمار او راهول چاهار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

هند یاد هدف په ۱۷.۵ اورونو کې ترلاسه کړ، چې روهیت شرما ۶۰، لوکیش راهول ۳۹ او سوریا کمار یادیو ۳۸ منډې وکړې. د استرالیا لپاره یوازې اشوټن اګر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په بل لوبه کې لومړی توپ وهنه د هالېنډ لوبډلې وکړه، چې نمیبیا ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې میکس او دووډ ۷۰ کولین اکیرمان ۳۵ منډې وکړې. د نمیبیا لپاره جان فریلینک دوه او ډیویډ ویسي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نمیبیا یاد هدف په ۱۹ اورونو کې ترلاسه کړ، چې له ډلې یې ډیویډ ویسي ۶۶ او ګرهارد ایراسموس ۳۲ منډې وکړې او د هالېنډ لپاره فراد کلاسن، کولین اکیرمان او فیتیر سیلار یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …