د انګلستان او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ په تمریناتي یا وارم اپ لوبه کې انګلستان لوبډلې په ۱۳ منډو بریا خپله کړه.
دغه لوبه د اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه نیوزیلېنډ وګټله او د انګلستان لوبډلې ته یې د توپ وهنه بلنه وکړه.
انګلستان په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې جوس بټلر ۷۳ او جوني بیرسټو ۳۰ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لپاره ایش سودي درې ویکټې ترلاسه کړې.
نیوزیلېنډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نشو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۰ منډې وکړې او په ۱۳ منډو یې ماتې وخوړه.
د نیوزیلېنډ لپاره مارټن ګوپټل ۴۱، ډیون کانوي ۲۰ او ایش سودي ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې. د انګلستان لپاره مارک ووډ څلور او عادل رشید درې ویکټې ترلاسه کړې.