کورپاڼه / جالب / دې کدو د نړۍ د ترټولو غټ کدو ریکارډ جوړ کړی

دې کدو د نړۍ د ترټولو غټ کدو ریکارډ جوړ کړی

ښایي د کدو په اړه به مو ډېر دروغ او رښتیا اورېدلي وي او دا به مو هم اورېدلي وي یو کدو د ټول کلي خوړلی و، خو بیاهم ترې اضافه شوی و، چې دا ادعا اوس ثابته هم شوه.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د امریکا په اوهاییو کې دوو بزګرانو ۲.۱۶۴ پاونډه کدو بازار ته د سیالیو لپاره وړی و، چې بیا یې نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.

ټوډ او ډونا سکنر، چې له دیرشو شاوخوا کلونو راهیسې کدوان او توریان کري، ویلي دي چې په ډبلن کې یو کدو کرلی و، چې بیا یې په بازار کې د ټولو پام ځانته راواړوه.

ډونا سکنر له ډبلیو ټي او تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي، موږ فکر کاوه چې ددې کدو وزن به ډېر زیات وي، خو په دومره اندازه ډېر، دا فکر مو کله نه و کړی.

راپورونه زیاتوي، چې دې کدو په نړیواله کچه د ترټولو غټ او ډېر وزن لرونکي کدو ریکارډ جوړ کړی دی.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …