افغانستان د ویسټ انډیز لپاره د ۱۹۰، پاکستان د سویلي لپاره د ۱۸۹ او سریلانکا د ایرلېنډ لپاره د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه، چې په تاکلو شل اورونو کې یې د شل اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره حضرت ځاځي ۵۶، محمد شهزاد ۵۴، رحمن الله ګربز ۳۳ او نجیب ځدران ۲۳ زیاتې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لخوا میکوی دوه ویکټې ترلاسه کړې.
بله لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د سویلي افریقا لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې فخر زمان ۵۲ او اصف علي ۳۲ زیاتې منډې وکړې، د سویلي افریقا لخوا رباډا درې ویکټې ترلاسه کړې.
بل لوري ته سریلانکا په لومړۍ توپ وهنې سره په تاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ایرلېنډ ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې پاتم نیسانکا ۶۱ او ونیندو هسرنګا ۷۱ منډې وکړې. د ایرلېنډ لپاره جوش لیټل څلور ویکټې واخیستې.