د ویسټ اندیز کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فابین ایلن، چې د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې اعلان شوی و، اوس له سکواډ څخه بهر شو.
د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په یو راپور کې ویلي دي، چې ویسټ انډیز لوبډلې فابین ایلن له سکواډ څخه بهر کړ او د هغه پرځای یې عقیل حسن په لوبډله کې شامل کړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا پخپل راپور په دې اړه ویلي دي، چې د دوی تخنیکي کمېټې ویسټ انډیز لوبډلې ته اجازه ورکړه، چې فابین ایلن پرځای عقیل حسین لوبډله کې واخلي.
د فابین ایلن د لېرې کېدو علت د هغه ټپي کېدل ښودل شوي. راپور زیاته کړې چې فابین ایلن د ښنګري د ټپي کېدو په سبب له لوبډلې بهر شو.
د یادولو وړ ده چې د نړیوال جام د لومړي پړاو سیالۍ د اکتوبر په ۱۷مه پیل شوي او د سوپر (۱۲) پړاو به د همدې میاشتې په ۲۳مه پیل شي.