کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

افغان لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

محمد نبي د تېرې لوبې په څېر نن بیا ښه لوبه وکړه، هغه په لومړیو اورونو کې ویسټ انډیز لوبډله په ملا ماته کړه او بریا افغان لوبډلې خپله کړه.

افغان لوبډلې د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه غوره کړه، چې په تاکلو شل اورونو کې کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره حضرت ځاځي ۵۶، محمد شهزاد ۵۴، رحمن الله ګربز ۳۳ او نجیب ځدران ۲۳ زیاتې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لخوا میکوی دوه ویکټې ترلاسه کړې.

ویسټ انډیز لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۳ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې دویمه تمریناني لوبه په ۵۶ منډو بایلله.

د ویسټ انډیز لخوا روسټن چیس ۵۴ او نیکولس پورن ۳۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د افغانستان لخوا محمد نبي څلور اورونو کې دوه اوره میډ کړل، دوه منډې یې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. دغه راز نوین الحق او کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …