کورپاڼه / سياست او روانې چارې / “په الکولو کې د ماهي اچولو سره الکول حلالېږي” د دغه خبرې کوونکی ملا سخت غصه شوی

“په الکولو کې د ماهي اچولو سره الکول حلالېږي” د دغه خبرې کوونکی ملا سخت غصه شوی

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند غړی او د پاکستان د پارلمان غړی مولانا صلاح الدین سخت غصه شوی او د هغه خبریال په اړه يې د قانوني ګام اخیستو خبره کړې، چې هغه ترې د الکولو او ماهي پوښتنه کړې وه.

مولانا صلاح الدین څو ورځې وړاندې یو خبریال ته وايي، کله چې په الکولو کې ماهي واچول شي، نو هغه جایز کېږي، ځکه چې بیا ترې سرکه جوړه شي.

اوس په خپل تازه بیان کې دغه ملا ویلي دي، چې هغه خبریال د ده خبرې سمې نه دي راخیستي او د خلکو د ګمراه کولو کوشش یې کړی دی.

هغه وايي چې الکولو ته په قرآن کریم کې حرام ویل شوي او دا حرام دي. ما ویلي و، چې کله په الکولو کې ماهي او مالګه واچول شي، نو د هغې بڼه بدله شوه، نو په اړه یې حکم هم بدل شو.

مولانا صلاح الدین ایوبي وايي، چې زما د خبرو هدف دا و چې د دغه دوه شیانو په شاملولو سره د الکولو بڼه بدلېږي او سرکه ترې جوړېږي، نو د سرکې په اړه د حرام کوم حکم نشته.

دا هم ولولئ

کیم کاردیشین

کیم کاردیشین ۱۳۰ افغانان په خپل مصارف له افغانستان ایستلي او نور هم وباسي

د امریکا مشهورې موډلې کیم کاردیشین په خپل شخصي مصارف د افغانستان د فوټبال ښځینه …