د نړیوال جام د اول پړاو سیالیو په لړ کې سریلانکا ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله او د سوپر (۱۲) پړاو په تمریني لوبه کې سویلي افریقا پاکستان مات کړ.
بله لوبه کې پاکستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او په شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو د سویلي افریقا لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې فخر زمان ۵۲ او اصف علي ۳۲ زیاتې منډې وکړې، د سویلي افریقا لخوا رباډا درې ویکټې ترلاسه کړې.
سویلي افریقا یاد هدف په وروستي اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پاکستان ته یې ماتې ورکړه، چې له ډلې یې ټمبا بویما ۴۶ او وان در دوسن ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پاکستان لپاره عماد وسیم او شاهین افریدي دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.
بل لوري ته سریلانکا په لومړۍ توپ وهنې سره په تاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ایرلېنډ ته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې پاتم نیسانکا ۶۱ او ونیندو هسرنګا ۷۱ منډې وکړې. د ایرلېنډ لپاره جوش لیټل څلور ویکټې واخیستې.
ایرلېنډ لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۱ منډه وکړه، چې له ډلې یې اندي بلبیرني ۴۱ زیاتې منډې وکړې او د ایرلېنډ لپاره مهیش تیکشانا درې، لیهرو کمارا او کارونارتني دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.