کورپاڼه / کرکټ / د شل اوریزو لوبو نړیوال جامونه او اتلې لوبډلې

د شل اوریزو لوبو نړیوال جامونه او اتلې لوبډلې

د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام، چې د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷مه پیل شوی، ټولې شپاړس لوبډلې پکې برخه لري، چې په دوو پړاوونو کې لوبېږي او د لومړي پړاو لوبې سبا ورځ پای ته رسېږي.

د هر لوبډلې لوبغاړي به هڅه کوي چې خپله لوبډله تر نیمه پایلوبې او پایلوبې پورې ورسوي، د دوی د ښې لوبې په لړ کې داسې لوبې هم کېږي چې بیا د ریکارډ برخه ګرځي.

له دې نړیوال جام وړاندې شپږ شل اوریز نړیوال جامونه ترسره شوی، چې بېلابېلو لوبډلو پخپل نوم کړی او دلته به ولولو چې د کوم کال نړیوال جام کومې لوبډلې ګټلی دی.

لومړنی نړیوال جام په ۲۰۰۷ کال ترسره شو، چې هند لوبډلې یې اتلولي وګټله، دویم نړیوال جام په ۲۰۰۹ کال ترسره شو، چې پاکستان دغه جام وګاټه او دریم ځل په ۲۰۱۰ کال ترسره شو، چې انګلستان پکې اتله لوبډله شوه.

څلورم شل اوریز نړیوال جام په ۲۰۱۲ کال ترسره شو، ویسټ انډیز اتلولي وګټله، پنځم په ۲۰۱۴ کال ترسره شو، چې سریلانکا پکې اتله شوه او شپږم په ۲۰۱۶ ترسره شو، چې بیا ویسټ انډیز جام وګاټه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …