کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي د محمد نبي سره نړيوال ريکارډ مساوي کړ

ويراټ کوهلي د محمد نبي سره نړيوال ريکارډ مساوي کړ

خپلواک وېبپاڼه (۸ دسمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې تجربه لرونکی الراونډر محمد نبي چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې د ډېرو (غوره لوبغاړي) جايزو ريکارډ درلود، اوس ورسره په دغه ريکارډ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی ويراټ کوهلي هم مساوي شو.

تر دې مخکې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر شاهد اپريدي د ۱۱ غوره لوبغاړي جايزو ريکارډ درلود، چې په روان کال کې محمد نبي د هغه دغه ريکارډ مات کړ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ۱۲ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه او دغه ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

خو تازه د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې په ۵۰ توپونو يې ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او هندۍ لوبډله يې بريالۍ کړه، چې له دې سره يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

په ياده لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزې ترلاسه کولو سره د ويراټ کوهلي په شل اوريزو لوبو کې د غوره لوبغاړي ۱۲ جايزې واخيستې او له دې سره يې محمد نبي سره دغه ريکارډ مساوي کړ.

د زيات ځل غوره لوبغاړي جايزه اخيستونکي لوبغاړي

افغانستان په نږدې وخت کې نورې کومې نړیوالې شل اوريزې سيالۍ نه لري او هند بيا له ويسټ انډيز سره دوه نورې شل اوريزې سيالۍ هم ترسره کوي، چې ډېر احتمال شته که چېرته ويراټ کوهلي په بله کومه لوبه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي او د غوره لوبغاړي جايزه واخلي، نو ښايي د محمد نبي ريکارډ هم مات کړي.

د يادولو ده چې د افغانستان محمد شهزاد، د ويسټ انډيز کريس ګېل، د اسټراليا شين واټسن او د پاکستان محمد حفيظ په شل اوريزو لوبو کې ۹-۹ ځل د غوره لوبغاړي جايزې ترلاسه کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …