کورپاڼه / روغتيا / د یوه حیوان ګرده په بریالیتوب سره د انسان بدن ته پیوندکاري شوه

د یوه حیوان ګرده په بریالیتوب سره د انسان بدن ته پیوندکاري شوه

له ډېر پخوا راهیسې چې د طب په برخه کې کومې تجربې کېږي یا واکسین ازمایل کېږي، نو لومړی په څارویو او نورو حیواناتو ترسره کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د یوه څاروي یا حیوان غړی د انسان بدن په بریالیتوب پیوندکاري کېږي.

د نیویارک ټایمز اړ سي بي ایس خبري اژانس د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د لومړي ځل لپاره په بریالیتوب سره د یوه حیوان ګرده د انسان بدن ته پیوندکاري شوه او دا کارنامه د ډاکټر برابرټ منټګمري په مشرۍ شوې ده.

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له دې وروسته د نورو حیواناتو غړي هم د انسان بدن ته پیوندکاري کېدلی شي. ډاکتر رابرټ ویلي دي، چې د حیوان ګرده په بریالیتوب د انسان بدن ته پیوندکاري شوه او دفاعي سیستم یې هم مزاحمت ونه کړ.

نوموړي ادعا وکړه، کوم ناروغ ته یې چې ګرده پیوند کړه، هغه په طبیعي ډول متیازې هم وکړې، چې د بریالیتوب نښه ده. راپور زیاتوي په جینټکي انجینرۍ سره تیاره شوې ګرده، په دماغي لحاظ مړ شوي ناروغ ته پیوندکاري شوه.

په ګرده جینټکي بدلونونه ځکه واقع شول چې انسان بدن یې سمدستي رد نه کړي. ډاکتران وایي چې له پیوندکارۍ وروسته د ناروغ د کریټانین سطحه عادي حالت ته روانه شوه.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …