کورپاڼه / کرکټ / په نړیوال جامونو کې د توپ وهنې په برخه کې منفي او مثبت ریکارډونه له چاسره دي؟

په نړیوال جامونو کې د توپ وهنې په برخه کې منفي او مثبت ریکارډونه له چاسره دي؟

شل اوریز نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال ترسره شوه، چې تر اوسه پورې شپږ ځلې شوی دی، چې په دې نړیوال جامونو کې ترټولو زیاتې منډې د سریلانکا مهیلا جېوردني جوړې کړي.

مهیلا جېوردني په نړیوال جامونو کې ۱۰۱۶ جوړ کړي او په دویم مقام کې کریس ګیل ځای لري، هغه ۹۲۰ منډې لري. ورپسې د ۵۴۶-۵۴۶ منډو په لرلو سره شعیب ملک او شاهد افریدی ځای لري.

دغه راز د نیوزیلېنډ لوبغاړی برینډن مکالم د ۱۲۳ منډو په لرلو سره د نړیوال جام ترټولو لوړې منډې لري او کریس ګیل د دوو سلیزو په لرلو سره د نړیوال جام زیاتو سلیزو ریکارډ لري. په نړیوال جام کې احمد شهزاد (پاکستان)، مهیلا جېوردني (سریلانکا)، سریش رینا (هند)، برینډن مکالم (نیوزیلېنډ)، ایلیکس هیلس (انګلستان) او تمیم اقبال (بنګله دېش) یوه-یوه سلیزه لري.

بل لوري ته ویرات کوهلي د نهه نیمه سلیزو په لرلو ترټولو زیاتې پنځوسیزې لري او کریس ګیل له ۵۰ څخه د زیاتو منډو په جوړولو له کوهلي سره په لومړي مقام کې دی او ترڅنګ کامران اکمل او عمر اکمل هم درې-درې نیمه سلیزې لري او د زیاتو نیمه سلیزو جوړونکو لوبغاړو د نوملړ په سر کې ځای لري.

په نړیوال جام کې شاهد افریدی او تلکارتني دلشن منفي ریکارډونه لري، دواړه ۵-۵ ځلې په صفر سوځېدلي. په زیاتو شپږیزو کې کریس ګېل زیاتې شپږیزې وهلي، هغه ۶۰ شپږیزې لري. په دویم مقام کې یوراج سینګ دی، هغه ۳۳ شپږیزې لري.

په یوه پاڼۍ کې کریس ګېل ترټولو زیاتې شپږیزې لري، هغه په ۲۰۱۶ کال په یوه پاڼۍ کې ۱۱ او په ۲۰۰۷ کال په یوه پاڼۍ کې ۱۰ زیاتې شپږیزې وهلې وې.

ویراټ کوهلي په یو ټورنمنټ کې د ترټولو زیاتو منډو ریکارډ له ځان سره لري، هغه په ۲۰۱۴ کال د ۳۱۷ منډو په لرلو سره دا ریکارډ جوړ کړی.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …