کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي سینما دې نامتو اداکارانو هم په زندان کې شپې سبا کړي دي

د هندي سینما دې نامتو اداکارانو هم په زندان کې شپې سبا کړي دي

د هندي سینما د نامتو اداکارانو یا د هغوی د کورنیو بندي کېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم ډېرو اداکارانو د زندان هوا تنفس کړې ده، چې دلته به یې په اړه وغږیږو:

سلمان خان: د هندي سینما مشهور اداکار سلمان خان د خپل بلاک بسټر فلم (هم سات سات هی) د شوټنګ پرمهال په ۱۹۹۸ کال پنځه کاله بند سزا لېدلې. هغه له ۱۹۹۸ کال له اکتوبر راهیسې د ۲۰۰۷ کال تر اګست پورې په بېلابېلو پړاوونو کې اتلس ورځې په زندان کې تېرې کړي. هغه د تور رنګه هوسۍ په قضیه کې نېول شوی و.

سنجي دت: په ۱۹۹۳ کال کله چې په ممبۍ کې چـــاودنـــې وشوې، نو په هغه پېښو کې سنجي دت په لاس لرلو تورن شو او شپږ کاله بند سزا یې ولېدله، چې بیا په ۲۰۱۳ کال یې یو کال سزا کمه شوه او په ۲۰۱۶ کال آزاد شو.

ریا چکرورتي: د سشانت سینګ راجپوت له مړینې وروسته د هغه انډیواله ریا چکرورتي د نــــشــه یـــي په قضیه کې نېول شوې وه، چې یوه میاشت بندي وه او بیا په ضمانت آزاده شوه.

فردین خان: فردین خان په ۲۰۰۱ کال د ممبۍ پولیسو د نــــشــه یــي موادو ساتلو په تور نېول شوی. هغه درې ورځې په زندان کې تېرې کړي او له هغې وروسته بیا آزاد شو.

شایني آهوجا: شایني آهوجا له ګینګسټر فلم څخه شهرت ترلاسه کړی، هغه په ۲۰۰۹ کال د خپل کور په نوکرې تــېــرې کړی و، چې بیا اوه کاله سزا یې ولېدله او په ۲۰۱۱ کال په ضمانت آزاد شو.

سورج پنچولي: ځوان اداکار سورج پنچولي هم یو له هغه اداکارانو څخه دی، چې د زندان هوا یې لېدلی دی. ویل کېږی چې سورج پنچولي اداکاره جیا خان ځــانو ژنــــې ته مجبوره کړې وه

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …