کورپاڼه / بېلا بېل / د لاس کوچنۍ ګوته مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د لاس کوچنۍ ګوته مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د بدن غړي کولی شي چې د انسان د شخصیت په اړه رازونه څرګند کړي، له دې وړاندې مو د بدن د ډېرو غړو په اړه معلومات لوستي، دا ځل درته د لاس د کوچنۍ ګوتې په اړه معلومات درکوو، چې څه ډول زموږ د شخصیت په تړاو پټ رازونه ښکاره کوي.

که چېرته د لاس کوچنۍ ګوتې لومړنی بند د څلورمې ګوتې څخه مخکې پیل شوی وي نو ستاسو شخصیت دوستانه دی، د هر چا فکر درسره وي، د نورو د خوښ ساتلو لپاره قرباني ورکوي، خو دومره چالاکۍ هم لرئ چې د نورو بریا نشئ زغملی.

که چېرته ستاسو د څلورمې ګوتې لومړی بند د اخري ګوتې له بند وروسته وي، نو تاسې ډېر ضدي او ځان غوښتونکي یئ، یوازې خپله ګټه ګورئ خو کله چې مو زړه نرم شي له نورو سره په مرسته ټینګار کوئ.

که چېرته ستاسې د کوچنۍ ګوتې پاسنی بند د څلورمې ګوتې له بند سره برابر وي، نو تاسې هغه څوک یاست چې د مینې لپاره هرڅه پرېږدئ، کوم شی مو چې خوښ شي د ترلاسه کولو هڅه یې کوئ.

که چېرته ستاسې د کوچنۍ ګوتې پاسنی بند د څلورمې ګوتې له بند سره بند برابر نه وي یا لږ پورته یا ښکته وي نو تاسې د ښه بخت لرونکې وي او د مشرۍ وړتیا هم لرئ.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …