کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: ټوله توجه مې نړیوال جام ته، واده ته نه ده

راشد خان: ټوله توجه مې نړیوال جام ته، واده ته نه ده

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان ویلي، چې ټول پام او توجه یې نړیوال شل اوریز جام ته ده، واده ته نه ده.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو د هغه په اړه داسې راپورونه خپاره شوي ول، چې ګواکې راشد خان تر هغې واده نه کوي، ترڅو چې افغانستان نړیوال جام ګټلی نه وي.

خو اوس راشد خان دا ډول ادعاوې رد کړې او زیاته کړې یې ده چې ما هیڅکله دا خبر نه ده کړې چې افغان لوبډله نړیوال جام وګټي نو زه به واده کوم، بلکې زه خو ددې ادعا په لوستو حیران شوم.

نوموړي ویلي چې په راتلونکو څو کلونو کې درې نړیوال جامونه ترسره کېږي، نو ځکه مې واده کولو ته هیڅ توجه نشته بلکې په کرکټ مې ټول تمرکز دی.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې راشد خان د سږني نړیوال جام په اړه خبرې کړې وې او ویلي یې ول چې دا نړیوال جام به د ورو توپ اچونکو وي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …