د ټولنیزو رسنیو ترټولو مشهور شرکت فیسبوک پرېکړه کړې، چې خپل نوم به بدلوي او د نوي نوم په اړه به راتلونکې اوونۍ اعلان وکړي او ښایي نوی نوم یې (هوریزون) وي.
د رویټرز د راپور پر اساس، د فیسبوک بنسټ ایښودونکې او اجراییوي مشر مارک زکربرګ پرېکړه کړې، چې روانې میاشتې (اکتوب) پر ۲۸مه د شرکت د نوم په اړه وغږیږي، خو شوني ده چې ډېر ژر اعلان شي.
بل لوري ته یاد شرکت رسنیو ته په دې اړه څه نه دې ویلي. خو سرچینې وایي، چې د نوم له بدلولو یې موخه په انلاین نړۍ کې د یاد شرکت پراختیا په ګوته شوې.
راپور زیاتوي فیسبوک په دې برخه کې ډېره پانګونه کړې او پلان لري، چې د درې میلیاردو پر شاوخوا کاروونکي د ډېرو وسیلو او غوښتنلیکونو له لارې سره ونښلوي.
دغه راز دا هم ویل کېږي چې فیسبوک به په راتلونکو پنځو کلونو کې په اروپایي ټولنه کې د لس زره کاری دندو ته زمینه برابره کړي.