کورپاڼه / هنر او کلتور / اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې.

اریانا سعید پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي، چې دا جایزه د هغه مینې او محبت پایله ده، چې زه خپلو خلکو او قوم لپاره لرم او د مینوالو له مینې او دعاګانو څخه یې مننه کړې.

نوموړي ویلي، دا ځل د ترکیې په استنبول کې د ګولډ میډیا ایوارډ له لورې د سولې، موسیقۍ او د ښځو ازادۍ لپاره د سفیرۍ په توګه ټاکل شوې وه.

اریانا سعید زیاته کړې، چې خپله دا جایزه یې د افغان میرمنو او انجونو لپاره وقف کړې او پخپله وعده ولاړه ده چې د هغوی غږ به پورته کوي او ترهغې به مبارزه کوي، ترڅو د نړۍ له نظره پرې نه وځي.

نوموړې په وروستیو کې پر افغان میرمنو غږ کړی او ویلي یې دي چې راځئ په ګډه مبارزه وکړو او د ظلم پر وړاندې ودرېږي ترڅو له خپلو هیلو او د بشپړې سولې له غوښتنې محرومې نشي.

دا هم ولولئ

د سلمان خان خورزه هم فلمونو ته د راتګ لپاره چمتو ده

د هندي سینما یا د بالیووډ ستوري سلمان خان د کورنۍ یو بل غړی هم …