کورپاڼه / روغتيا / آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر سترګو ږدي. دوی په دې باور وي چې بادرنګ پوستکی نرم، تازه او بې داغه ساتي. اوس پوښتنه داده چې آیا دا په رښتیا هم ګټور وي او که هسې مفروضه ده؟

په مارکیټ په سلګونه شرکتونه ادعا کوي چې دوی په کریمونو او نورو سینګار توکو کې د بادرنګو یا د هغې له اجزاوو ګټه پورته کړې ده. ساینس وایي چې بادرنګ کالوري نه لري او همدا لامل دی چې پوستکي ته آرام وربخښي.

بادرنګ د سوړ ماسک په ډول کار کوي او د سترګو تورو حلقو ته هغه وخت ډېر ګټور تمامېږی، کله چې ډېر یخ کړل شي او که چېرته په دې دوران کې د یو څو شېبو لپاره آرام څملو نو ګټه یې نوره هم ډېرېږي.

د پوستکي متخصصین وایی چې بادرنګ د پوستکي لپاره مثبت تمامېږي، خو ددې لپاره چې اوږدمهاله ښکلا ترلاسه کړو، باید هره ورځ دا کار ترسره کړو. بادرنګ د انټي اکساید او فولیک اسید په شتون سره د پوستکي حجرو وده تېزوي او سوخت کموي.

کله چې د بادرنګو ټوټې پر سترګو کېښودل شي نو له پوستکي زیانمنې مادې خارجوي او پوستکي ته نرموالی، شفافیت او ښکلا وربخښي. د یوې څېړنې له مخې بادرنګ د سترګو حلقې او داغونه ختموي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …