د امریکایي پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې ټویټر او فیسبوک ورته اکونټ تړلی و، اعلان کړی چې خپل شخصي اپلیکیشن (ټروت سوشل) به ډېر ژر وړاندې کړي.
د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې ډونلډ ټرمپ دغه اعلام وروسته له هغې وکړ، چې د ټویټر او فیسبوک له لورې په نوموړي بندیزونه ولګېدل.
راپور زیاتوي چې د ټرمپ له لورې جوړ شوی اپلیکیشن د (ټرمپ میډیا اینډ ټیکنالوژي ګروپ) او د (ایس پي ای سي) په نوم د فریم په مشرۍ د یوه نوي شرکت لخوا رامنځته شوی.
ټرمپ پخپل بیان کې ویلي دي، موږ په یوه داسې نړۍ کې ژونړ کوي، چېرته تـــالــیــبــان پر ټویټر شته، خو ستاسې د خوښې امریکایي ولسمشر یې چوپ کړی، چې دا د منلو وړ نه ده.
نوموړي زیاته کړې:((ډېر ژر به په ټروت سوشل اپلیکیشن د خپلې نظریاتو څرګندونې وکړم او د نورو لویو شرکتونو سره د سیالۍ لپاره لېواله یم.))