یو هندي ژورنالیسته سواتي چترویدي ویلي دي چې د هندي سینما مخکښ اداکار شاه رخ خان ته په دې سزا ورکول کېږي، چې هغه د هند لومړي وزیر نریندر مودي ته سر نه دی ټیټ کړی.
د هندي رسنیو د راپور پر اساس، ښځینه ژورنالیستې سواتي چترویدي د آریان خان ضمانت له رد کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو د شاه رخ خان د زوی ملاتړ وکړ.
هغې پخپله ټویټرپاڼه په یو پیغام کې ویلي دي چې:((آریان هیڅ ډول نــــشـــه یـــي توکي نه لرل، طبي معاینات هم نه دي شوي او نه یې وړاندې کوم جرم کړی دی.))
نوموړې زیاته کړې ده:((ددې هرڅه سربېره بیاهم د آریان خان د ضمانت غوښتنه رد شوې ده او زه داسې فکر کوم چې شاه رخ خان ته په دې سبب سزا ورکول کېږي چې هغه مودي ته سر نه دی ټیټ کړی.))
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د شاه رخ خان د زوی آریان خان د ضمانت غوښتنه رد شوه او د ممبۍ په زندان کې د روانې اکتوبر میاشتې له اتمې نېټې بندي دی.