کورپاڼه / روغتيا / آیا پوهېږئ چې ژړل یا اوښکې تویول څه ګټه لري؟

آیا پوهېږئ چې ژړل یا اوښکې تویول څه ګټه لري؟

ډېر وخت کله چې ډېر خپه شو یا ستونزې راباندې ډېرې شي، نو ددې لپاره چې زړه مو یو څه سپک شي او غم مو یو څه کم شي، نو ژړا ته پنا وړو، چې اوس څېړنو هم ثابته کړه.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل په زوره-زوره ژړل دماغي وړتیاوې ډېروۍ او ټینګار کوي چې باید اوښکې وبهوو ترڅو له ذهني فشار څخه خوندي پاتې شو.

په جاپان کې د یوې څېړنې له پایلو ثابته شوه چې بالغو او نابالغو کسانو لپاره په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل ژړل ګټور وي او په دې سره ذهني فشار کمېدلی شي.

څېړونکو زیاته کړې ده، چې له خندلو، آرام کولو او له یوې پیالې کافي څښلو څخه دا ډېره غوره او اغېزمن وي، چې وژاړو او د ژړا پرمهال له سترګو اوښکې بهول اړین دي.

د ذهني ناروغیو متخصصین وایي چې د ژړل لپاره د احساساتي فلمونو کتل هم مرسته کولی شي. دغه راز څېړنې زیاته کړې ده چې په ژړا سره زړه سپکېږي او له ستونزو سره په مبارزه کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …