کورپاڼه / کرکټ / میتیو هیډن: د هند او پاکستان ترمنځ لوبه به فشار ولري، خو موږ ورته چمتوالی لرو

میتیو هیډن: د هند او پاکستان ترمنځ لوبه به فشار ولري، خو موږ ورته چمتوالی لرو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې سلاکار میتیو هیډن ویلي، د هند او پاکستان ترمنځ لوبه به ډېر فشارونه ولري، خو دوی ورته بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي په متحده عربي اماراتو کې د یو خبري کانفرانس پرمهال ویلي دي، ما کله هم دا فکر نه کاوه چې زه د پاکستان لوبډلې سره اوسم، خو اوس به هڅه کوم چې له خپلو تجربو یې مستفید کړم.

میتیو هیډن ویلي موږ غواړو نړیوال جام وګټو او کلکه اراده لرو چې لومړنۍ لوبه په بریا سره پیل کړو او موږ ته پکار ده چې پرته له اړین فشاره ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.

هغه دغه راز ویلی دي، چې د عربي اماراتو په پیچونو له ۲۰۰ ډېرې منډې ترلاسه کول دومره آسانه نه دي او په دې پیچونو تر ۱۸۰-۱۹۰ هدف ترلاسه کېدلی شي.

میتیو هیډن زیاته کړې، پاکستان په توپ اچونه کې ښې وړتیاوې لري خو موږ باید د پلان مطابق مخکې لاړ شو.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …