کورپاڼه / کرکټ / مصباح الحق د خپلې استعفاء په اړه چوپتیا ماته کړه

مصباح الحق د خپلې استعفاء په اړه چوپتیا ماته کړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکې مصباح الحق له ډېرې مودې وروسته چوپتیا ماته کړه او له دندې څخه د استعفاء لاملونه هم څرګند کړل.

نوموړي له یوه شخصي تلویزون سره په خبرو کې ویلي، پاکستان کې یوازې پایلې ته پاملرنه کول ترټولو لویه ستونزه ده، موږ له دې وړاندې نه ځو او نه لوبغاړو او نه یې وړتیاوو ته پام کوو.

مصباح الحق ویلي، که چېرته یوه لوبه یا لوبلړۍ کې ماتې وخوړل شي، نو د ځان ژغورلو لپاره د قربانۍ اوزه لټول کېږي، که چېرته همداسې روان یو نو هیڅ ډول بدلون به رانشي.

هغه زیاته کړې، په دې ډول به روزونکې او لوبغاړي بدل را بدل کړې، خو اصلي ستونزه به بیاهم موجوده وي. دغه راز هغه د غوراوي کمېټې له لورې په بدلونونو هم نېوکې کړي دي.

نوموړي ویلي چې څو ورځې وړاندې په لوبډله کې بدلون راغی او بیا څو ورځې وروسته له خپل بدلون څخه تېر شول او ایستل شوي لوبغاړي بېرته راوستل شول.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …