کورپاڼه / جالب / د بریتانیې ملکې د ډېر عمر لرونکي شخص جایزې اخیستلو څخه انکار وکړ

د بریتانیې ملکې د ډېر عمر لرونکي شخص جایزې اخیستلو څخه انکار وکړ

د بریتانیې ملکې دویمې ایلزبت د هغې جایزې له اخیستلو انکار وکړ، چې د ډېر عمر لرونکو کسانو ته ورکول کېږي او و یې ویل چې زما عمر همدومره دی، څومره چې ښکارېږم.

د بي سي سي د راپور پر اساس؛ یوې مجلې پرېکړه کړې چې د سږني کال د ترټولو د ډېر عمر لرونکي شخص جایزه به داسې شخص ته ورکوي چې د ډېر عمر لرلو سره فیټ او ښه ژوند ولري.

ددې جایزې لپاره پنځه نوي کلنه د بریتانیې ملکه ټاکل شوې وه او د مجلې ایډیټر د ملکې سیکرټري ته لیک ولېکه، چې آیا د بریتانیې ملکه دا جایزه خوښوي چې ورکړل شي.

د شاهي محل له لورې په ورکول شوي ځواب کې ملکې بخښنه غوښتې وه او لیکلي یې ول چې زه خپل ځان ددې جایزې وړ نه ګڼم، ښایي تاسې له ما ښه کس ومومئ.

د یادونې وړ ده چې دغه جایزه په ۲۰۱۱ کال د بریتانیې د ملکې محروم پرنس فلپ ترلاسه کړې وه.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …