کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش هم سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله

بنګله دېش هم سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله

شکیب الحسن یو ځل بیا ښه لوبه نندارې ته وړاندې ښه کړه او بنګله دېش لوبډله یې له لومړي پړاو څخه سوپر (۱۲) پړاو ته ورسوله.

دغه لوبه چې د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې د پاپو نیوګیني او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه، چې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پاپو نیوګیني ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې شکیب الحسن ۴۶ او محمودالله ۵۰ زیاتې منډې وکړې او پاپو نیوګیني ته اسد والا، کابوا موریا او دیمان راویو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاپو نیوګیني لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ته ځان ورسوي، په ۹۷ منډو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۸۴ منډو یې ماتې وخوړه.

د پاپو نیوګیني لپاره کیپلین دوریګا ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن څلور، تسکین احمد او سیف الدین دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …