کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ضیا الحق امرخیل: د تورخم لار پرانیستل یو نیک اقدام دی
ضیا الحق امرخیل

ضیا الحق امرخیل: د تورخم لار پرانیستل یو نیک اقدام دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په تېر حکومت کې د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د تورخم لار د افغانانو پر د مخ د خلاصېدو هرکلی کړی دی او دا یې یو نیک اقدام یاد کړی دی.

یو شمېر رسنیو خبر ورکړی دی، چې هغه افغانان چې د پاکستان ویزې ولري، د هغوی لپاره د تورخم لار د تګ لپاره خلاصه شوې ده او کولای شي چې کوزې پښتونخوا او پاکستان ته په ویزه سفر وکړي.

دا خبر وروسته له هغه خپور شوی دی، چې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او دلته یې له رییس الوزرا او نورو وزیرانو سره لیدلي دي.

د دغه خبرونو له خپرېدو وروسته د ننګرهار مخکیني والي ضیا الحق امرخیل د تورخم لار د خلاصېدو هرکلی کړی دی او په دې اړه یې په خپله فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ هم کړی دی.

هغه په خپل پوسټ کې لیکلي: ((له اوږده ځنډ وروسته کوزې پښتونخوا او پاکستان ته د ويزه لرونکو هېوادوالو پرمخ د تورخم لويې لارې پرانيستل يو نيک اقدام دی چې په دې سره ناروغ لرونکو، زده کړيالانو او نورو ضرورت لرونکو ته به سهولتونه برابر شي، هيله ده ګاونډي هېوادونه په اوسنيو حالاتو کې افغانانو سره په هره برخه کې په صادقانه ډول مرسته وکړي.))

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …