کورپاڼه / خبرونه / تبریز شمسي: د نبي ریکارډ ماتول به ډېر وخت ونیسي

تبریز شمسي: د نبي ریکارډ ماتول به ډېر وخت ونیسي

د سویلي افریقا لوبډلې مخکښ توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي دي، د محمد نبي هغه ریکارډ، چې بیګا یې د ویسټ انډیز پر وړاندې جوړ کړ، ماتول به لسیزې وخت ونیسي.

تېره شپه افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه، چې په دې لوبه کې محمد نبي ډېر زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه څلور اورونو کې دوه اوره میډن کړل، دوه منډې یې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

د محمد نبي د بیګانۍ یادګاري توپ اچوني په غبرګون د سویلي افریقا پخواني چټک توپ اچونکي ډیل سټین وویل، دا لومړی ځل دی چې یو توپ اچونکی له ورکړل شوو منډو ډېرې ویکټې اخلي.

له ډیل سټین وروسته د یادې لوبډلې بل پیاوړي ورو توپ اچونکي تبریز شمسي هم وویل، چې د نبي دا ریکارډ ماتول به لسیزې وخت واخلي او یاهم ښایي هیڅکله مات نشي.

نوموړي زیاته کړې چې ددې ریکارډ ماتول په یو صورت کې امکان لرلی شي، هغه دا چې یو توپ اچونکی څلور اورونو ترسره کړي، درې میډن کړي او درې ویکټې واخلي او یوه منډه ورکړي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …