له اوږدې مودې وروسته د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه او له نن څخه افغانان کولای شي چې د تورخم له لارې پښتونخوا او پاکستان ته لاړ شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د تورخم دروازه د هغه افغانانو پر مخ خلاصه شوې ده، چې د پاکستان انلاین یا سټیکر ویزې ولري.
د تورخم له لارې نه یوازې دا چې ډېری ناروغان پښتونخوا او پاکستان ته د درملنې لپاره ځي، بلکې ډېری افغانان د کارونو په موخه هم دغه هېواد ته سفر کوي او محصلین هم تګ راتګ کوي.
د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو خبر وروسته له هغې ورکړل شوی دی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن له یو هیت سره د کابل سفر وکړ.
د تورخم دروازې په خلاصېدو ډېری خلکو خوښي هم ښکاره کړې ده، تر دې پورې چې د ننګرهار مخکیني والي ضیا الحق امرخیل دا یو نیک اقدام بللی دی.