کورپاڼه / خپلواک / عمان د سکاټلېنډ لوبډلې لپاره د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه

عمان د سکاټلېنډ لوبډلې لپاره د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه

عمان لوبډلې ونشو کړای چېګ د سوپر (۱۲) پړاو سیالیو ته د وتلو لپاره سکاټلېنډ لوبډله تر فشار لاندې راولي او د ۱۲۳ آسانه منډو هدف یې ورته وټاکه.

دغه لوبه چې عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه، چې عمان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه هم وکړه.

عمان په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سکاټلېنډ ته د ۱۲۳ منډو آسانه هدف وټاکه، چې له ډلې یې عاقب الیاس ۳۷، ذیشان مقصود ۳۴ او محمد ندیم ۲۵ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ لپاره جوش ډیوي زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز سفیان شریف او میچل لاسیک دوه-دوه او مارک واټ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې په بي ګروپ کې د عمان او سکاټلېنډ لوبډلو ترڅنګ د بنګله دېش او پاپو نیوګیني لوبډله هم ځای لري، چې بنګله دېش بل پړاو ته لار موندلې او پاپو نیوګیني بهر ده، که چېرته هره لوبډله بریا ترلاسه کوي، هغه به بل پړاو ته ځي.

دا هم ولولئ

زموږ له کهکشان آخوا یوه نوې سیاره موندل شوې

زموږ له کهکشان څخه اخوا یوه داسې نوې سیاره موندل شوې، چې د خپل ستوري …