کورپاڼه / بېلا بېل / دا ډول جملې او خبرې باید کوچنیو ماشومانو ته ونشي

دا ډول جملې او خبرې باید کوچنیو ماشومانو ته ونشي

ډېر وخت په کورونو کې کوچنیو ماشومانو ته داسې جملې ویل کېږي، چې د هغوی پر شخصیت نه جبرانېدونکي منفي اغېزې پرېباسي او د ټول عمر لپاره د هغوی په ذهنونو کې پاتې کېږي او دا جملې په څرګند ډول عادي هم وي.

پر (Reddit) ویبپاڼې ډېر شمېر خلکو داسې جملې په ګوته کړي، چې هغوی ته مور او پلار په ماشومتوب کې ویلې وې او اوس هم هماغه جملې د خپلو ټولو منفي اړخونو سره د هغوی په ذهنونو کې موجودې وې.

د سټیفني انسن په نوم یوې انجلۍ ویلي دي:((ماته په کوچنیتوب کې مور او پلار داسې جملې ویلي چې زما پر ذهني روغتیا یې منفي اغېزې کړي دي او درې جملې مې اوس هم په ذهن کې دي (دومره مه حساسه کېږه، ته به هغه وخت پوهه شي کله چې خپل اولاد ولرې او بوج کېږه مه). دغه راز کله چې له مور څخه په کوم کار کې مرسته غوښتله نو راته ویل یې چې تر اوسه دې څه کړي دي؟))

د لوکي مییر په نوم یو شخص لیکي:((داسې هره جمله او خبره چې ستاسو د ماشوم وړتیا او هڅې زیانمنې، باید ونه ویل شي، ځکه دا ډول جملې ذهني وړتیاوې ډېرې زیانمنوي او کله چې ماشوم د کوم کار هڅه کوي نو داسې خبرې مه ورکوئ چې د هغوی زړه مات شي.))

لوکي مییر زیاتوي:((د مثال په توګه که چېرته ماشوم د سریندې زده کول غواړي او مور او پلار هغه ته غوسه کوي چې بند کړه، موږ تلویزون ګورو. دا ډول جملې د ماشوم پر ذهن ناوړه اغېزې کوي.))

دا هم ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې …