کورپاڼه / ريکارډونه / په شل اوریز نړیوال جامونو کې د ټارګیټ ایښودلو او پوره کولو منفي او مثبت ریکارډونه

په شل اوریز نړیوال جامونو کې د ټارګیټ ایښودلو او پوره کولو منفي او مثبت ریکارډونه

تر دا مهاله شپږم شل اوریز نړیوال جامونه ترسره شوي، په دې نړیوال جامونو کې ځینې لوبډلو لوړ هدف ایښي، ځینو لوړ هدفونه ترلاسه کړي، ځینو کوچني هدفونه نه دي ترلاسه کړی، چې دلته به په اړه معلومات ولولو.

په نړیوال جام ترټولو لوړ هدف د سریلانکا لوبډلې لخوا په ۲۰۰۷ کال د کینیا لوبډلې ته ایښودل شوی. په یاده لوبه کې سریلانکا د شپږو ویکټو په زیان ۲۶۰ منډې جوړې کړې وې، چې دا ترټولو لوړ هدف دی.

په شل اوریز نړیوال جام د مخالفې لوبډلې په کمو منډو سوځولو ریکارډ هم له سریلانکا سره دی. یادې لوبډلې د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام پرمهال د هالېنډ لوبډله په ۳۹ منډو راټوله کړې وه. دغه راز په نړیوال جام کې د ستر هدف ترلاسه کوونکې لوبډله هم سریلانکا ده، چې د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پرمهال یې د کینیا ۱۷۲ منډې پوره کړې.

که چېرته د ویکټو په اعتبار شي، نو ترټولو ستره بریا د استرالیا او سویلي افریقا لوبډلو سره ده، چې په ترتیب یې په ۲۰۰۷ نړیوال پرمهال سریلانکا او د ۲۰۱۲ نړیوال جام پرمهال زمبابوې ته په ۱۰-۱۰ ویکټو ماتې ورکړه.

د منډو په اعتبار په شل اوریز نړیوال جامونو کې د ترټولو کوچنۍ بریا ریکارډ د یوې منډې ریکارډ دی، چې دوه ځلې هند، یو ځلې سویلي افریقا او نیوزیلېنډ په یوه-یوه منډه بریا ترلاسه کړې ده او د ویکټو په اعتبار په دوه ویکټو بریا ده، چې پاکستان، نیوزیلېنډ، عمان، انګلستان او هانګ کانګ خپله کړې ده.

بل لوري ته د ترټولو ستر هدف ترلاسه کولو ریکارډ له انګلستان سره دی، چې په ۲۰۱۶ کال نړیوال پرمهال یې له سویلي افریقا د ۲۳۰ منډو هدف پوره کړ.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …