کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سکاټلېنډ د عمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار وموندله

سکاټلېنډ د عمان لوبډلې ته په ماتې ورکولو بل پړاو ته لار وموندله

سکاټلېنډ لوبډلې ډېر په آسانۍ د عمان له لورې ورکړل شوی د ۱۲۳ منډو هدف پوره کړ او د دریو پرلپسې بریاوو وروسته یې د نړیوال جام سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله.

دغه لوبه چې عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبه وه، چې عمان د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه هم وکړه.

عمان په ټاکلو شل اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سکاټلېنډ ته د ۱۲۳ منډو آسانه هدف وټاکه، چې له ډلې یې عاقب الیاس ۳۷، ذیشان مقصود ۳۴ او محمد ندیم ۲۵ منډې وکړې.

د سکاټلېنډ لپاره جوش ډیوي زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه درې ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز سفیان شریف او میچل لاسیک دوه-دوه او مارک واټ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

سکاټلېنډ لوبډلې یاد هدف په ۱۷ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او عمان ته د اته ویکټو په ماتې سره د نړیوال جام سوپر (۱۲) پړاو سیالیو ته لار وموندله.

کیلی کویټزر ۴۱، جورج مانسي ۲۰، متیو کراس ۲۶ او ریچي برینګټن ۳۱ منډې د لوبډلې د بریا لپاره جوړې کړې. عمان لپاره خاور علي او فیاض بټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …