کورپاڼه / جالب / ۷۰ کلنې ښځې لومړنی ماشوم وزېږاوه

۷۰ کلنې ښځې لومړنی ماشوم وزېږاوه

د هند د ګجرات ایالت په کچ ولسوالۍ کې یوې اویا کلنې ښځې ماشوم زېږولی دی، چې مور او ماشوم دواړه ښه دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، چې د جیون بین رباري په نوم ښځې د ای وي ایف له لارې د عملیاتو په مرسته ماشوم زېږولی دی.

د دغه ښځې ډاکټره بانوشالي وايي، چې کله دا ښځه لومړی زموږ خواته راغله، نو ورته مو وویل چې په دومره زیات عمر کې د ماشوم زېږول ممکن نه دي، خو ښځې ویل چې هر څنګه کېږي، هغه اولاد غواړي. په دومره کې په اسانۍ د اولاد زېږېدل له معجزې کم نه دي.

دغه ډاکټره وايي، چې د دوی په خبره تر ډېره پورې دوی فکر کړی و او له هغه وروسته يې ورته غاړه ایښې وه، ځکه چې ښځې او خاوند د اولاد په ارمان و.

ډاکټره د ماشوم او مور په اړه وايي، چې ماشوم ډېر ښه او روغ دی او مور يې هم اوس ښه ده

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …