کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړي

افغان لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړي

بیګا شپه د نړیوال جام د لومړي پړاو د بي ګروپ لوبډلو لوبې پای ته ورسېدې، چې سکاټلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترې د سوپر (۱۲) پړاو ته لار وموندله.

لکه څنګه له یادو لوبډلو سکاټلېنډ د سوپر (۱۲) پړاو بي ګروپ ته لار وموندله، نو خپله لومړنۍ به د افغان لوبډلې پر وړاندې د اکتوبر ۲۵مه نېټه، چې د دوشنبې ورځې سره برابره ده، د ماښام په ۶:۳۰ بجو ترسره کړي.

بل لوري ته نن ورځ به د ای ګروپ لوبډلې سریلانکا او هالېنډ سره لوبه وکړي، چې هالېنډ ته د لوبې ګټل هیڅ فایده نلري، ځکه هغوی له نړیوال جام بهر شو، خو سریلانکا بیا بل پړاو ته لار موندلې خو د اول مقام نېولو لپاره به هڅه کوي.

بل لوري ته په ای ګروپ کې وروستۍ او مهمه لوبه د ایرلېنډ او نمیبیا لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دواړوه لوبډلو په دوه-دوه لوبو کې یو بریا ترلاسه کړې او دوه-دوه نمرې لري، که نن ورځ هره لوبډله بریالۍ شي، هغه به د سوپر (۱۲) پړاو ته لار پیدا کوي.

د یادولو وړ ده چې سبا د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د نړیوال جام سوپر (۱۲) سیالیو پړاو په ای ګروپ کې د سویلي افریقا او استرالیا ترمنځ د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو پیل شي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …