کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ راتلونکي ١٩ کلنو نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه
افغانستان ١٩ کلن

کرکټ بورډ راتلونکي ١٩ کلنو نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

خپلواک وېبپاڼه (٨ دسمبر ٢٠١٩): د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي ١٩ کلنو ځوانانو نړيوال پنځوس اوريزه جام ته ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړه، چې لوبډلمشري يې فرهان زاخېل کوي.

ياد جام چې د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې په سويلي افريقا هېواد کې پېلېږي، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري ورته پنځلس کسيز نوملړ اعلان شو.

په دغه نوملړ کې ابراهيم ځدراڼ بيا هغه لوبغاړى دى، چې نه يوازې دا چې ټېسټ لوبه يې ترسره کړې ده، بلکې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې يې هم د افغانستان استازولي کړې ده.

د غوراوي کمېټې مسوولين وايي، چې ياد لوبغاړي يې ټول د دوى کارکردګۍ او وړتيا ته په کتلو غوره کړي دي، تر څو د ١٩ کلنو ځوانانو په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د هېواد لپاره وياړونه راوړي.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيز نوملړ کې لاندې کسان شامل دي:

فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمان الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمان، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.

افغانستان ١٩ کلن ځوانان

همدا راز سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه پيلېږي او د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي. دغه سيالۍ چې يو ورځنۍ دي د سويلي افريقا په کوربه توب ترسره کېږي.

افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سويلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.

ياده دې وي چې د نومبر له ٢٢مې بيا تر ٣٠مې نېټې پورې د افغانستان ١٩ کلنو ځوانانو په هند کې د هند ١٩ کلنو ځوانانو سره د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کړه، چې دوه لوبو کې يې بريا او درې لوبو کې يې ماته وخوړه او د پنځه لوبو لوبلړۍ هند په ٣-٢ سره په خپل نوم کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …