کورپاڼه / ريکارډونه / په شل اوریز نړیوال جامونو کې د سترې ملګرتیا، ډېرو لوبو، لوبډلمشرۍ او لوبڅارنې په برخه کې ریکارډونه

په شل اوریز نړیوال جامونو کې د سترې ملګرتیا، ډېرو لوبو، لوبډلمشرۍ او لوبڅارنې په برخه کې ریکارډونه

په تېرو شپږ شل اوریزو نړیوال جامونو پرمهال نه یوازې دا چې د توپ اچونې، توپ وهنې یا ډګر ساتنې په برخه کې ریکارډونه جوړ شوي، بلکې د سترې ملګرتیا، ډېرو لوبو، لوبډلمشرۍ او لوبڅارنې په برخه کې هم ریکارډونه جوړ شوي دي.

په شل اوریز نړیوال جام کې ترټولو ستره ملګرتیا د سریلانکایي لوبغاړو مهیلا جېوردني او کمار سنګاکارا ترمنځ شوې ده. دواړو په ۲۰۱۰ کال د ویسټ انډیز پر خلاف ۱۶۶ منډې ملګرتیا کړې وه.

سریلانکایي لوبغاړي تلکارتني دلشان په شل اوریز نړیوال جامونو کې د ډېرو لوبو کولو ریکارډ له ځان سره لري. هغه ۳۵ لوبو کې په برخه اخیستلو دغه ریکارډ پخپل نوم کړی دی.

دغه راز مهیندرا سینګ ډهوني هغه لوبغاړی دی چې د لوبډلمشر په توګه یې په نړیوال جامونو کې ډېرې لوبې کړي. هغه په ۳۳ لوبو کې د لوبډلمشر په توګه پاتې شوی او دغه ریکارډ یې پخپل نوم کړی دی.

بل لوري ته د لوبڅارنې په برخه کې هم ریکارډ شته او پاکستان لوبڅارونکې علیم ډار د نړیوال جامونو پرمهال د ۳۵ لوبو د څارونکې په توګه دغه ریکارډ له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …