کورپاڼه / هنر او کلتور / د (نو ټایم ټو ډایي) فلم تر پنځه سوه میلونه ډالر وګټل

د (نو ټایم ټو ډایي) فلم تر پنځه سوه میلونه ډالر وګټل

د بالیووډ فلمي صنعت مشهور اداکار ډینیل کریګ د جیمس بانډ په توګه وروستي فلم (نو ټایم ټو ډایي) د پنځه سوه میلونو ډالرو پر شاوخوا ګټه کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د وخت مشهور جیمس بانډ (۰۰۷) سیریز هېرو ډینیب کریګ وروستی فلم (نو ټایم ټو ډایي) د ۲۰۲۱ کال دویم غوره فلم وګڼل شو.

راپور زیاتوي چې دغه فلم په دې اوونۍ کې تر پنځه سوه میلونو ډالرو پورې ګټه کړې.

دغه راز ویل کېږي، چې یاد فلم یوازې تېره ورځ درې سوه، اته شپېته میلونه ډالر ګټلي ول، چې له دې وروسته په ټوله نړۍ کې یې مجموعي ګټه ۴۷۴ میلونه ډالر شوه.

د یادونې وړ ده، چې (نو ټایم ټو ډایي) د جیمس بانډ (۰۰۷) سیریز پنځویشتم فلم دی، چې د ډېرې ګټې کولو په برخه کې یې د (ګوډزیلا ورسس کانګ) په نوم مشهور فلم شاته کړ.

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …