کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي
شاه محمود قریشي

پاکستان له افغانستان سره پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي

پاکستان له افغانستان سره د پنځه میلیارده کلدارو مرسته کوي، دا اعلان تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته د راتګ پر مهال کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د یو لوړپوړي هیت سره کابل ته راغلی و، چې په کابل کې یې د رییس الوزرا او نورو وزیرانو سره لیدنې وکړې.

د ا.ا ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په کابل کې د ا.ا له مسوولینو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به پنځه میلیارده کلدارې مرسته کوي.

د یادولو وړ ده چې د شاه محمود قریشي له راتګ وروسته د تورخم دروازه هم د افغانانو لپاره پرانیستل شوې ده چې د پاکستان ویزه لرونکي افغانان کولای شي له دغه لارې پاکستان ته سفر وکړي.

همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې دوی په هر حالت کې د خپلو افغانانو وروڼو سره ولاړ دي او مرسته ورسره کوي.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …