کورپاڼه / روغتيا / د هډوکو او بندونو د پیاوړتیا لپاره غوره غذایي توکي کوم دي؟

د هډوکو او بندونو د پیاوړتیا لپاره غوره غذایي توکي کوم دي؟

روغتیاپالان وایي زموږ د پیاوړو هډوکو او بندونو ټول دارومدار یوازې پر شېدو نه دی، بلکې زموږ د ژوند کولو طرز او بې شمېره نور خوراکي توکي هم د هډوکو پر روغتیا اغېزې پرېباسي.

دوی زیاتوي چې د ښه او صحت من ژوند لپاره د هډوکو او بندونو پیاوړتیا ډېره اړینه ده او د هډوکو د ودې او ځواک لپاره والدین ته پکار ده چې د خپلو ماشومانو په خوراک کې منرالونه شامل کړي.

د پیاوړو هډوکو او بندونو لپاره اړینه ده چې پخپل ورځني خوراک کې ویټامین ډي او کلسیم لرونکې توکي شامل کړو، ځینې خوراکي توکي په طبیعي ډول ویټامین ډي او کلسیم لري، چې زموږ روغتیا ته ډېر اړین وي.

له دې پرته د لمر وړانګې هم د ویټامین ډي یوه ښه منبع ده او له شېدو، مستو، هګیو، ماهي غوښې، پنیر او مرخېړیو او نورو توکو څخه هم ویټامین ډي او کلسیم لاسته راوړلی شو.

دغه راز د هډوکو پیاوړتیا لپاره شنه سابه لکه پالک، د شړشمو پاڼې او نور د کلسیم، ویټامین سي، ویټامین کی او انټي اکسایدو منبع ده، نو که چېرته ترې ګټه واخیستل شي نو یوازې هډوکي پیاوړي کوي بلکې دفاعي سیستم هم پیاوړی کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …